انصار: (د سلواغه ۵ مه)، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، افغانستان د امریکا د باندني سیاست له راداره وتلی نو د طالبانو مخالفان باید د امریکا پر مرستو حساب ونه کړي.
ښاغلي نیومن ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان په تړاو فعال سیاست نه لري.
ده د دې خبرې د یادولو ترڅنګ، چې د جمهوری پالو او دیموکراتانو ترمنځ د نظر اختلاف به د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې بدلون رانه وړي، وویل:«په صداقت وایم چې دوی ښه انتخابونه نه لري. د دې لپاره چې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې لکه د ملي مقاومت جبهه پیاوړې نه ښکاري او تراوسه پورې نه ده توانېدلې چې د طالبانو په وړاندې جدي پوځي ګواښ پېښ کړي.»
تېره میاشت ملګروملتو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو ځینې مخالفې وسله والې ډلې که څه هم د حملو ادعاوې ډېرې کوي خو عملاً د هغوی حملې د تېر کال پرتله خورا کمې شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې د داعش بریدونه د ملي مقاومت او ازادۍ جبهو پرتله ډېر ښوول شوي وو خو په مجموع کې ویل شوي وو چې د داعش بریدونه هم په ۲۰۲۳ کې د ورتېر کال پرتله خورا کم شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ویلي چې طالبان له کوم داسې ځواک سره مخامخ نه دي چې دوی وننګوي نو د امریکا په شمول بهرني قدرتونه پر هغو ځواکونو ډېر وخت نه لګوي چې د دوی په نظر ورڅخه څه نه ترلاسه کېږي.
تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو ريیس مایکل مکال ویلي و چې د احمد مسعود په شمول د طالبانو له مخالفو مشرانو سره خبرې کوي.
نیومن وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته له یو ډول بند حالت سره مخامخ شوې او پر طالبانو د فشار وسایل نه لري.
د امریکا پخواني سفر وویل چې طالبان تراوسه پورې توانېدلي چې خپلمنځي یووالی وساتي او کورني عواید ډیر کړي نو ځان ته کوم ګواښ نه احساسوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29804